1650 - 1730 -مصرې خان بابا
نه به ګل د نوبهار وې نه به تل د شبآب وار وې
نه به جونه زلمې تل روان په سېل د ګلزار وې-
نه به رنګ په رنګ ګلونه شګفته وې په چمن کښې
نه به سوې بلبلان له ډېره شوقه په چغار وې-
نه به اوښې د شبنم په مخ د ګلو هسې زېب کا
نه به ګل د نوبهار همېش خندانه تار په تار وې-
نه به جونه رنګا رنګ ګلونه کېږدې په ګرېوان کښې
نه دستې به د ګلونو د ځوانانو په دستار وې-
نه نسېم به په عاشق سحر خبر راوړې د زلفو
نه به زلفې عنبرېنې د خوبانو تارپه تار وې-
دا څو ورځې د نشاط دې ؛مصره؛ سېل د ګلزار کړه
بېا به دا ساعت ارمان کړې،چه سموم آتشبار وې--
excellent
aucmo 1 month ago
@aucmo Most welcome.
56riazali 1 month ago
Khair da ve ......... Ghazzal of Misri Khan Baba ...........Khwand ay okro. Recording of the music is not upto the mark though
ChumbaGul 1 month ago
@ChumbaGul Indeed. I will try to improve its quality. Anyway it is a rare song. I also have its second version and this seems of late 50s with best music.
56riazali 1 month ago