Mokhtar Khan Yousafzai - Pashto World Congress - Kabir Stori

Loading...

Sign in or sign up now!
Alert icon
Upgrade to the latest Flash Player for improved playback performance. Upgrade now or more info.
1,199
Loading...
Alert icon
Sign in or sign up now!
Alert icon

Uploaded by on Dec 21, 2007

د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له اړخه په پېښور پریس کلب کې په 13.04.2007 نېټه د جمعی په ورځ د مازيګر په څلورو بجو د هيواد د ملی ، منلی سړيتوب ( شخصیت ) شاعر ، لیکوال ، ژورنالست ، څیړونکی او ساپوه ډاکتر کبیر ستوری د لومړی تلين پرتمينه غونډه او مشاعره جوړه شوه.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پرانستل شوه . د سټيج چاری ښاغلی ډاکتر عالم يوسفزی اوښاغلی حميد الرحمن « نادان » سرته رسولی . د غونډی مشر ميلمه د ( ANP)مرکزی مشر ښاغلی خان محمد افضل خان ( خان لالا) ؤ د کوربه په کرسۍ د پښتو عالمی کانګرس چيرمین پرفیسر ښاغلی جهانزيب نياز ناست . ښاغلی ډاکتر محمد اعظم اعظم ، ښاغلی ايوب صابر ، ميرمن معراج همايون ، ښاغلی ډاکتر شيرزمان طائزی اوښاغلی بصير بیدار ستوری خصوصی ميلمانه ؤ.
د غونډی په پیل کې د اريانا پوهنتون مرستيال پروفسر انور ظفری د ارواښاد ستوری په شخصی ، سیاسی او ادبی ژوند او هلو ځلو پوره رڼا واچوله او د هغه وخت يو څو خاطری هم ګډون والو سره شريکی کړی کومی چې هغه د ارواښاد ستوری سره په جرمنی کې تیری کړی وی همداراز ایډوکيټ ښاغلی قيصر خان ، پروفسر ډاکتر شاجهان سید ، ښاغلی معظم خان معظم ، ښاغلی ډاکتر شیرزمان طائزی ، د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ صوبائی صدر ښاغلی مختار يوسفزی ، پروفیسر جهانزيب نياز او دپښتون قامی وحدت لارښودښاغلی محمد افضل خان ( خان لالا) د ارواښاد ستوری په ژوند ، مبارزه او سړيتوب ( شخصيت ) هر اړخيزه رڼا واچواله او مقالی ئې ولوستلی . د ويناګانو په منځ منځ کې ښاغلی ارشد شاهکار، ښاغلی عرفان اله کوټوال،ښاغلی شبیردرانی، ښاغلی عبدالرحمن لوګی کاکا خيل ، ښاغلی شهاب الدین خټک ، خپل شعرونه حاضرينو ته واورول ورپسی د پښتو ستر ليکوال او شاعر ارواښاد ډاکتر صاحب شاه « صابر » روح ته په ګډه سره دوعا وشوه . او د پښتو عالمی کانګرس له خو د پښتو ژبی او ادب ته د نه هيریدونکو خدمتنو په اعتراف کې پروفیسر جهانزیب نياز ته د « ستوری ايوارډ » ورکړل شو چې همداراز د دانش خپروندويه ټولنی مشر ښاغلی اسدالله دانش ساپی ته د « ستوری ايوارډ » او د وحدت ورځپاڼی جائنټ ايډيټر ښاغلی پیر رحمدل شاه همدارد ته « ستوری ايوارډ » ورکړل شو.
د ارواښاد ستوری د لومړی تلين په ياد دانش خپرندويه ټولنی دری کتابونه چاپ کړی ؤ په همدی ورځ د وحدت ورځپاڼی ، خبرونه ورځپاڼی ، او پاکستان ورځپاڼی خپلی خپلی خصوصی ( ځانګړی ) ګڼی نشر کړی وی .
د غونډی دوهمه برخه د مشاعری برخه وه چې ګن شمير شاعرانو په کې برخه واخسته ، د سټیج چاری ښاغلی حميد الرحمن نادان تر سره کولی ، ښاغلی ودود اشنغری ، ښاغلی خيال اکبر اپریدی ، ميرمن شګفته ، ښاغلی ګل محمد مسرور اوښاغلی نصير ستوری خصوصی میلمانه او پروفیسر جهانز نياز کوربه و د شاعرانو او ليکوالانو سره سره ښاغلی پیر رحمدل شاه ، ښاغلی ارباب دوست محمد خان خليل ، ښاغلی سراج عارف اسد خان ، ښاغلی فریدون خان ،ښاغلی میا فاروق « فرق »، ښاغلی ډاکتر فضل دین خټک ، ښاغلی هشمت لودهی ، ښاغلی نثار خان ، ښاغلی لایق ذاده لایق، ښاغلی ډاکتر سیدعالم محسود ، او نورو ګن شمير ، پوهانو ، شاعرانو او ژورنالستانو ګډون کړی و . غونډه او مشاره د شپی په نهو بجو پای ته ورسيده.

Speech of Mokhtar Khan Yousafzai on occasion of Dr. Kabir Stori's Memory which was organized by Pashto World Congress in Peshawar
Afghan culture, Afghan songs, Pashto , Pashtoon, Pashtoon Culture, Pashtu Culture, Afghanistan, Pashtoonkhwa, Pashtunkhwa, Pashtunistan, Kabir Stori, Pashtoonwali, Pashtunwali, Pakhtunkhwa, Pakhtoonkhwa, Kunar, Khas Kunar, Kabul, Pekhawar, Peshawar, Pashto Moshaira, Moshaira, Poetry, Afghan Poetry, Pashto, Pakhto, Pathan, Dr. Kabir Stori, Pakhto Jaba, Kabir Stori, Kabeer Storay, Storai, Pakhtoon Writer, Afghan Poet, Afghanistan, Afghan, Pashtoonkhwa, Pakhtana, Pashto, Pushto, Pokhto, Pashtoon, Pakhtoon, Pashtun, Pashtunwali, Pashtoonwali, Kunar, Emal Stori, Konar, Jalalabad, Ningarhar, Qandahar, Ghazni, Paktia, pashtana, Pashto Music, pakhtun
کبير ستوری، کبیرستوری، شاعر، ليکوال، ساپوه، څیړونکی، ژورنالست، افغان، پښتون، افغانستان، پښتونخوا، کونړ، ستوري، پښتانه، پښتو، ايمل ستوری، پښتونولي

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په دیارلسمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتو نړيوال ( عالمی ) کانګرس له خوا په پېښور پریس کلب کې جوړه شوې وه، شوې ده.

ډاکټر کبیر ستوری ( زېږېدنه : ۱۹۴۲ ؛ مړينه : ۴ د اپرېل ۲۰۰۶) د لوی افغانستان يو تکړه شاعر، ستر ليکوال، اديب ، څیړونکی ، ژورنالیست ، ساپوه ، سياستپوه او سياسي مشر و. د هغه قام پرسته شاعري نه يواځې په پښتونخوا او افغانستان کې مېنوال لري بلکه په نړۍ کې چې هرچېرته پښتانه مېشت دي نو دده ادبي او سياسي کارونو ته په درنه سترګه ګوري
Pa Peshawar ki Da Pashto Alami Congress Lakhwa Da Arwahaad Dr. Kabir Stori Da Lomry Tleen Yaad Ghonda Au Azada Moshaira.
http://www.kabirstori.com
http://www.khost-web.net/storai.html
http://www.pashtoonkhwa.com
http://www.pakhtana.com

  • likes, 1 dislikes

Link to this comment:

Share to:
see all

All Comments (1)

Sign In or Sign Up now to post a comment!
  • zendabad pakhtonistan

Loading...

Alert icon
0 / 00Unsaved Playlist Return to active list
    1. Your queue is empty. Add videos to your queue using this button:
      or sign in to load a different list.
    Loading...Loading...Saving...
    • Clear all videos from this list
    • Learn more