د افغانستان دنیاو غوښتونکو ټولنیز انجمن لاریون په کابل کی
د آشنا تلویزیون
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2008/12/081214_hf-ant-iwarlords-demo-k...
BBCpashto
وروستيو درې لسيزو جگړو قربانيانو په سلگونو خپلو خپلوانو په پلازمېنه کابل کې د ملگرو ملتونو د دفتر مخې ته لاريون وکړ دوى له ملگرو ملتونو وغوښتل هغه کسان دې محاکمې ته راکاږي چې جنگي جرمونه يې کړي دي.
لاريون کوونکي چې د ټولنيز عدالت غوښتونکي سازمان په بلنه راغونډ شوي و د هغو کسانو د لرې کولو غوښتنه يې کوله چې مهمې حکومتي دندې لري او ددوى په باور پخوا يې له بشري حقونو سرغړاوى کاوه.
د لاريون کوونکو نژدې ٩٥ په سلو کې مېرمنې وې چې د خپلو وروڼو، زامنو او د کورنۍ د نورو وژل شويو غړوعکسونه يې له ځانه سره لېږدول.
د کابل لاريون ځينې عکسونه دلته کتلی شئ
دوى د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوله چې په تېرو درېيو لسيزو کې يې ددوى په باور جنگي جنايتونه کړي او لاهم په مهمو حکومتي څوکېو کار کوي.
په افغانستان کې د ټولنيز عدالت غوښتونکي سازمان مشرې ويدا احمد له ټولو افغانانو وغوښتل چې محاکمې ته د جنگي مجرميونو په را کاږلو کې دې ددوى ملاتړ وکړي :
'' موږ له خپلو خلکو داغوښته لرو چې له موږ سره يو ځاى دې دوى دې هم دغه لار تعقيب کړي تر هغه چې موږ وکړى شو خپل وروستي هدف ته چې هغه د ورستيو درېيو لسيزو جگړو جنايتکارانو محاکمه ده ورسېږو.''
د لاريون کوونکو نژدې ٩٥ په سلو کې مېرمنې وې چې د خپلو وروڼو، زامنو او د کورنۍ د نورو وژل شويو غړوعکسونه يې له ځانه سره لېږدول.
په کابل کې د ملگرو ملتونو د دفتر مخې ته راټولو شوي مظاهره کوونکو شپږ ماده ييز پريکړه ليک صادر کړ .
په دغه پرېکړه ليک کې دوى د هغو واټونو او ځايونو په نومونو نيوکه وکړه چې د دوى په باور د داسې کسانو دي چې په تېرو درېيو لسيزو جگړو کې ښکېل وو.
د دغه سازمان يوې بلې غړې رها نوين د جوزجان ولايت د لېلې په دښته کې د ډله ييزو قبرونو موندل د هغو لسگونو نورو جنايتونو تر څنگ يو بل وباله چې ددې په باورد بشري حقونو سرغړونکو ترسره کړى دى .
مېرمن نوين د ليلې د دښتې ډله ييزه وژنه له بشري حقونو لويه سرغړونه وبلله او محاکمې ته يې د عاميلنو د کشولو غوښتنه وکړه.
کبير چې د ننگرهار ولايت دى او په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې وايي دوى د هغو کسانو محاکمه غواړي چې ددوى خپل خپلوان يې ور وژلي دي:
''زما ورور چې جبار نومېده اووه کاله وړاندې ووژل شو . د هغه گناه دا وه چې صاحب منصب و. موږ غواړو د خپل شهېد او نورو هغو قاتلينو چې اوس په پارلمان او يا کابينه کې د زور او پېسو په واسطه ناست دي محاکمه شي.''
يوازې کبير نه دى چې د خپلې کورنۍ غړى يې وژل شوى دده په څېر په ميليونونو نور کسان هم شته چې په ورستيو درې لسيزو جگړو کې يې خپل خپلوان وژل شوي ، لادرکه شوي او يا هم ټپيان شوي دې.
tal de vee pukhto
malikcs 3 years ago