يرغل راوړي دي اغيار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي
اختره ځه چرته وزګاره سيمه ولټوه
اوس درته مونږ نه يو وزګار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د چم په پسرلو کې مزه پاتې نه ده
لکه نښتر لکه چنارځوانان له کوره وتي
سپينه ماڼۍ به دې په تورو لوګو توره کاندې
يو ځل به بيا درکړي ګوزار ځوانان له کوره وتي
ستا د بې شمېره صليبي لښکرو ملا ماتوي
دلته اېله يو څو په شمار ځوانان له کوره وتي
د فلسطين د بچو اوښکې نورې نه شي ليدي
د ايوبي په انتظار ځوانان له کوره وتي
بس داpaktiawallن ساده سړي دي چې په کور کې ناست دي
په دې وطن کې خو هوښيار ځوانان له کوره وتي
يرغل راوړي دي اغيار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي
اختره ځه چرته وزګاره سيمه ولټوه
اوس درته مونږ نه يو وزګار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د چم په پسرلو کې مزه پاتې نه ده
لکه نښتر لکه چنارځوانان له کوره وتي
سپينه ماڼۍ ...
yaara os warta khoshala de aw tashweeq kawee kho kala chi da ghat shey no biya............