ټکور مو نه کړل په ژوندون کې چرته خپل زحمونه
مونږه مدام ياره ګنډلي دي د بل زحمونه
په چپه خوله يې خوشبويې شهادتونه کول
که پټول رانه هر څو سېنه کې ګل زحمونه
مونږه هغوئ ته لاس د مېنې او تړون ورکړى
چا چې مدام مونږ ته سېنې باندې کېښول زخمونه
زما په خيال به د ځوانۍ رنګېنۍ څنګه راشي
تل چې تازه وي د بګرام او د کابل زحمونه
هلته به ژبې هم بېتابه کار د تورې کاوه
هلته به سترګو هم په لارو کې کرل زحمونه
ټکور مو نه کړل په ژوندون کې چرته خپل زحمونه
مونږه مدام ياره ګنډلي دي د بل زحمونه
په چپه خوله يې خوشبويې شهادتونه کول
که پټول رانه هر څو سېنه کې ګل زحمونه
مونږه هغوئ ته لاس د مېنې او تړون ورکړى
چا چې مدام مونږ ته سېنې باندې کېښول زخمونه
...