( ګرانو هيواد والو ښه راغلاست )
AmirAfghan's Channel
 
 
Hello, you either have JavaScript turned off or an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
Mashooq Shadab Ningarhari
Pashto Sad Song : Sakhta Zindage Shola
 
Ghami Attan Tarakhel
 
Profile
 
Name:
Lalee ♥ لا لي ♥ Amir
Channel Views:
47,275
Style:
Biography
Age:
19
Joined:
June 29, 2008
Last Sign In:
1 hour ago
Subscribers:
282
دلوي ازاد او خپلواک !! افغانستان !! په هيله

ژوندې دي وي افغانستان

ژوندي دي وي پښتانه


ستړي مشۍ

ژوند

ژوند

ژوند

سګرت نسوار چرس بنګ شراب کوکين نه منم دځوانۍ نشه مي ډيره ده .

.......... .......♥..♥..♥... .. ...........♥..♥.. ♥
...............♥......... ...♥. ..♥...♥................♥
..............♥.......... .افغانستان.... ..................♥
..............♥..... AFGHANISTAN ..............♥
...............♥......... ..... ...........♥..♥.....♥......♥
..................♥.Khalq..... ... خلق........♥...♥..♥
.....................♥... ..... .........♥......♥..........♥
......................... ♥.... ...........♥♥........... ♥
......................... ....♥ ........♥♥...♥.....♥
......................... ..... .....♥........... ♥
About Me:
 
زه مئين يم

زه ولې مئين يم ?

زه په چا مئين يم ?

زه په خپل ګران افغانستان مئين يم


( وتړه ملا په صداقت پښتونه )

وتړه ملا په صداقت پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
له خپل وطن نه گلستان جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړه کړه
وتړه ملا د زړه په مينه باندې
مه کړه سرفه پخپله وينه باندې
د غلامۍ شرمنده ژوند دې ورک شي
خو د پردي په ډوډۍ شخوند دې ورک شي
د آزادی عشق هېرنه کړې گوره
د بل پېسو ته زړه ښه نه کړې وروره
د بې ننگی نوم به دې خور پاتې شي
ستا کړوسو ته به پېغور پاتې شي
په فرېبونو مه غولېږه د چا
نه په جلب کې وځغلېږه د چا
چې سر ټيټ نه کړې په رشوت باندې
په ساختگی مينه ، محبت باندې
دغه دې وخت دی د همت پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
د درنو تورو پرې باران جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
پښتانه ښه ښکاري له ننگه سره
په هر مېدان د تورې شرنگه سره
د تاريخونو داستانونه گورئ
هم د نيکونو لوړ کارونه گورئ
نيکونو وينې پرې ښندلې وروره
د آزادۍ کيسې يې گټلې وروره
خرڅ يې نه کړې په پيسو پښتونه
بيا به خجل گرځې تر څو پښتونه
حقوق دې مه پرېږده بل چا له وروره
هېره دې نه شي پښتونواله وروره
چې خپل لوړ نوم چېرې بدل نه کړې
ځان د دنيا مخکې خجل نه کړې
واخله شمشېر د شجاعت پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
د وينو رود په سپين مېدان جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
هندو برما ، ېهود آزاد شول واړه
د آزادۍ په نعمت ښادشول واړه
نن د افسوس په اور سوزېږمه زه
نا اميدی راشي ژړېږمه زه
پښتونه وروره لږ همت وکړه ته
ځای د غېرت دی نن غېرت وکړه ته
قوم د سيالانو سره سيال کړه وروره
ځان په وطن باندې لېوال کړه وروره
پښتونستان جوړ کړه پښتون اوسېږه
وطن لېلا ته ئې مجنون اوسېږه
روښان د نیا ته کړه ځراغ د تورې
د دښمن زړه کې کېږده داغ د تورې
دښمن ته وښېه عبرت پښتونه
ځانته پېدا کړه لېاقت پښتونه
د تورې برېښ دې په جهان جوړ کړه
شه نارېنه پښتونستان جوړ کړه
په حال دې پوه شي سرحدونه زمونږ
ټول پښتانه باننگ قومونه زمونږ
نن درست جهان دا انتظار لري
چې پښتانه څومره وقار لري
داسې يادگار په دنيا پريږدی وروڼو
نښه د خپلې تورې کېږدې وروڼو
څو د نيکوښه نوم تازه شي زمونږ
دنيا کې گډه آوازه شي زمونږ
د لېلا قدر د مجنون سره وي
د آزادۍ قدر پښتون سره وي
چې آزادي په څو آنې خرڅوي
لکه چې کور کې پښتنې خرڅوي
تاسره ښايي ډېر غيرت پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
نوی تاريخ نوی نښان جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
ټول پښتانه سره ېو وروڼه يو مونږ
ټول د ېوې ونې ښاخونه ېو مونږ
غوښه او نوک څوک بېلولی نشي
زوی د پښتون څوک غولولی نشي
نه به شي کاڼي چېرته خام په اوبو
نه به پښتون کړي څوک غلام په دوکو
مونږه په ټينگه دا اقرار کوؤ
د زړه په مينه دا گفتار کوؤ
ېوځای دې وي ژوندون او ژواک د پښتون
آزاد دې وي اسلامي خاک د پښتون
قايم دې وي پښتونستان د پښتون
خدايه خراب کړې دښمنان د پښتون
د خپلواکۍ جوړ کړه شربت پښتونه
سځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه
پرې سوی زړه د ملنگ جان جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ کړه
Hometown:
افغانستان کنړ
Country:
Norway
Occupation:
د ښوونځي زده کوونکئ
Hobbies:
د افغانستان پوليس او ملي اردو
Movies:
افغاني پښتو ننګرهاري فلمونه معشوق شاداب
Music:
افغاني پښتو د اټن ښکلي موزيک لطيف ننګرهارې بهرام جان
Books:
(قران شريف)
Channel Comments (537)
AmirAfghan (1 hour ago)
د لوي اختر مو مبارک شه
د ګرانو هيوادوالو خويندو ميندو وروڼو کشرانو مشرانو يارانو دوستانو جينکو هلکانو او بوډاګانو نه احترامانه هيله کوم چې د اختر په المانځه کې د افغانستان د حالاتو په باره کې خداى ته خپل لاسونه پورته کړي تر څو مو دا په غم لړلي حالات په خوښيو بدل شي بيا هم ټولو ته د لوي اختر مبارک وي د الله پامان
Date 27.11.09 AmirAfghan.Norway Oslo
Egyptxx (1 hour ago)
Soooo nice to hear that , thx me its very fine too ;-))
Egyptxx (2 hours ago)
Hiiiiiiiiiii Amir how are you i hope fine ;-))) Miss you
nasrullahn (22 hours ago)
deera manana da khaista koment sakha, da khoday pa aman
nasrullahn (1 day ago)
salamona, da akhtar de mubarak sha
omerkhyl (1 day ago)
لوي اختر مو مبارک شه
ټولو ګرانو هیوادوالو ته د لوې اختر په مناسبت د زړه له کومی مبارکی وایم ،هیله لرم چه د لوې اختر نیکی ورځی دګرانو هیواد والو لپاره دخوشحالی نه ډکی ورځی وی او په دغه دخوشحالی نه ډکو ورځو پسی په ټول ګران هیواد افغا نستان کی دسولی عمومی اختر راشی او دټولو افغا نانو وکورنیو ته دزړونو خوشحالی او ارامی دهمیشه لپاره ور په بر خه کړې ،او هیځ افغان دخپل دکورنی د غړی دکمبود احساس اوافسوس دهمیش لپاره ونه کړې
اختر مو مبارک او هره ورځ مو اخترشه
AfghananuFaryad (1 day ago)
Salamuna Amir khana wrora
Lui Akhtar de Mubarak sha po khajyanu ke isab she
Khdai da okri che po Musafarai ke kha de khoshalai Akhtar terkre
safiullah4ever (1 day ago)
ا سلا م علیکم ! او ل د ھر څہ مخ کی تا سو او ستا سو کو رنی، رفیقان اودوستانو تہ د زړہ د کو می د لوی ا ختر موبا رکی وا یم۔ ھمد ا رنگہ ا للہ )ج ( دی تا سو تل خو شحا لہ او ا بادولری ولری۔ پہ ا حترام۔
ستا سو دوست صفی للہ شریفی٠
afghanjihad44istthe1 (2 days ago)
salam wrora eid mubarak
Pokhton (2 days ago)
Wrora Akhtar De Mubarak Shah
Dera Dera Manena La Comment Na
Inshallah Loy Afghanistan Pa Hilla
  1   2   3   4   5    Next